د ننګرهار دکرڼې د ریاست د ادارو لپاره لمریزه بریښنا چمتو کیږي

د امریکا د مرستو نړیواله پرمختیایي اداره یا USAID د ننګرهار د درېیو ولسوالیو د کرڼې د ریاست د مربوطو ادارو لپاره لمریزه بریښنا چمتو کوي.

د USAID د چارواکو په وینا دا پروژه ترلاس لاندې ده او بیا به پسې پراخه شي او د کامې، کوز کونړ او بهسودو په ولسوالیو کې به ۷۰۰۰ کسانو ته بریښنا ورسیږي.

د همدې درېیو ولسوالیو د کرڼې د ادارو لپاره د امرکا د مرستو نړیواله پرمختیایي اداره غواړي چې کمپیوترونه او دفتري وسایل هم واخلي.