د اوکراین بیلتون غوښتونکي: ۵تنه د اولینفکا په ښارګوتي کې وژل شوي

د اوکراین په ختیځ کې روسیي پلوه بیلتون غوښتونکي وایي، لږ تر لږه پنځه تنه د اولینفکا په ښارګوتي کې پر یوې امنیتي پوستې د برید پر مهال وژل شوي دي.

د ډونیڅک په سیمه کې د بیلتون غوښتونکو یوه استازي د سې شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین له لوري د توپونو د ډزو له امله ۱۰ تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي.

داسې ښکاري چې دا کسان څو ساعته په هغه کتار کې ولاړ وو چې د اوکرایني ځواکونو تر واک لاندې سیمې ته واوړي.

کییف، د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو دا تور رد کړی دی چې پر امنیتي پوستې یې ډزې کړي دي.