د سوریې لپاره د ملګرو ملتونواستازي له روسیې او امریکا وغوښتل چې د سوریې د سولې د کمزورو خبرو په احیا کولو سره نازک اوربند وژغوري.
سټیفن ډي میسټورا د چهارشنبې په ورځ په جینوا کې د پیل شوېو دوو اونیو خبرو له ځنډولو وروسته وویل، کله چې یوازې د بمونو او توغندېو خبرونه اورئ، په څه ډول به ګټورې خبرې ولرئ.
هغه وویل، یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په سوریه کې په نوېو پیل شوېو جګړو کې په هرو ۲۵ دقیقو کې یو کس وژل شوی دی.
دغه خبرې تیره اوونۍ وروسته له هغې له ستونزو سره مخ شوې چې د خبرو د عالي کمېټې په نوم د اپوزیسیون مهمه ډله د سوریې د رژیم له خوا له اوربنده د سرغړونې په اعتراض کې له خبرو ووتله.
د ملګروملتونو امنیت شورا ته په لنډو څرګندونو کې ډي میسټورا وویل، دی هیله من دی چې د خبرو نوی پړاو په مې میاشت کې پیل شي خو دقیقه نېټه یې په ګوته نه کړه.