"حکمتیار به د افغانستان سیاست کې رغنده رول ولوبوي"

افغان چارواکي وایي چې ګلبدین حکمتیار به په راتلونکي کې د افغانستان په سیاست کې رغنده رول ولوبوي.

د سولې په برخه کې د ولسمشر سلاکار قطب الدین هلال نن خبریالانو ته وویل چې ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې دی او په نږدې راتلونکي کې به کابل ته هم راشي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د سولې عالي شورا او حزب اسلامي ترمنځ مذاکرات هم وروستیو مراحلو ته رسېدلي دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی شاوخوا میاشت مخکې کابل ته راغلی او تر اوسه یې په څو پړاوونو کې د سولې له عالي شورا سره خبرې کړي چې دا خبرې اوس هم روانې دي.