"د کندهار غورک ولسوالۍ عملیات به ښه نتیجه ولري"

د کندهار امنیتي مسؤلین وايي چې افغان ځواکونه اوس په دغه ولایت کې له دفاعي حالته وتلي او په تعرضي حالت کي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان عبدالرازق د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال وويل چې په دغه ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات به ښه نتایج ولري.

قوماندان رازق وايي، عمليات يې د غورک ولسوالۍ په ۲۲ هغه سيمو کې پيل شوي چې د وسله والو تر ګواښ لاندې وي.

د کندهار غورک ولسوالي چې د اروزګان او هلمند سره ګډه پوله لري یوازنۍ نا امنه ولسوالي بلل کېږي.

دا ولسوالي پنځه کاله د دولت د وسله والو مخالفینو په ولکه کي وه او په تېرو درې کلونو کې چي دافغان ځواکونو لاسته ورغلې د وسله والو طالبانو له سختو تهدیدنو سره مخامخ شوې.