د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا د پاکستان په وړاندې د افغان ولسمشر له وروستي دریځ څخه هرکلی کوي.
د دې شورا د دارلانشاه مشر عباس بهیر نن د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د ۲۴ کلیزې په مناسبت غونډه کې وویل چې حکومت باید په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
دوی همدارنګه په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دې پېښې عاملان ونیسي او مجازات یې کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې افغان ولسمشر ملي شورا ته په وینا کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د وسله والو پرخلاف پوځي عملیات وکړي او کنه نو دوی به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت وسپاري.