په هرات ولایت کی د طبي پنبې یوه فابرکه پرانستل شوه.
د دغه ولایت د صنعت کارانو د ټولنې مشر حمید الله خادم ازادي راډیو ته وویل چې په دغه فابریکه کې به ۲۰۰ تنو ته په مستقیم ډول او د ۱۰ زره په شاو خواکې کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د ښاغلي خادم په خبره د دغې فابریکې۷۰ فیصده مصرف یو خصوصي کمپنۍ او ۳۰ فیصده مصرف د ابادي په نوم موسیسه چې د امریکا متحده یالاتو له خوا تمویل کېږی په مصرف رسېدلي.