هند له پاکستانه دسخت دریځو په اړه د قانوني تعقیب غوښتنه کړې

هندوستان له پاکستانه غوښتنه کړې چې د هغو سخت دريځو وسله والو د قانوني تعقيب په مسئله کې چټک او څرګند پرمختګ وکړي چې د هند پر يوه پوځي اډه د بريد مسوول دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو پرون خبرې بيا پيل کړې، دغه خبرې په جنورۍ مياشت کې وروسته له هغې وځنډېدې چې د پاکستان پولي ته نژدې پر پټانکوټ هوايي اډه بريد وشو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروسته له هغې خبرې پيل شوې وې چې د هند صدراعظم نريندرا مودي په ډسمبر مياشت کې پاکستان ته ناڅاپي سفر وکړ.

هندوستان په هغه حمله کې په پاکستان کې دېره يوه سختدريځې ډله جيش محمد په لاس لرلو تورنه کړې ده.

په هغه حمله کې اووه هندي عسکر ووژل شول. هند وايي، د هغه بريد په اړه يې اسلام اباد ته کافي استخباراتي معلومات ورسپارلي دي.

پاکستان تېره مياشت په هند کې د بريد ساحې ته څېړونکي ولېږل او ادعا لري چې ګڼ کسان يې چې په جيش محمد ډلې پورې تړلي وو، نيولي دي.

پاکستان وايي، د څېړنو په نتيجه کې يې د دې ډلې مشر هم نيولى دى.

د هند د بهرنيو چارو وزارت سکرټر سبراهمان يام جي-شنکر پرون په نوي ډيلي کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له سکرټر احمد چوهدري سره په کتنه کې د هغه بريد د څېړنې په مسئله کې د چټک او څرګند پرمختګ پر اړتيا ټينګار وکړ.