"هغه کسان به د جګړې لوړه بیه ورکړي چې له جګړې لاس وانخلي"

د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي، هغه کسان به د جګړې لوړه بیه ورکړي چې په افغانستان کې له جګړې لاس وانخلي.

نوموړي دا خبرې د مجاهدینو د بري ۲۴ مې کلیزې ته د وینا پرمهال وکړې او یې ویل چې په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو له بهره تحمیل شوې ده:

"زموږ ملت جګړه نه غواړي بلکې دا جګړه پرې تحمیل شوې ده او هغو چې دا جګړه یې تحمیل کړې که چیري له خپلو دغو کړنو او سیاستونو لاس وانخلي هغوي به حتماً له موږ څخه د جګړې ډېره بیه ورکړي."

نوموړي همدارنګه د کابل وروستۍ خونړۍ حملې ته په اشارې وویل چې په دې برخه کې جدي څېړنې روانې دي او په لوړه کچه به دا موضوع تعقیب شي.

ښاغلي عبدالله وویل په دې برخه کې به غفلت د زغم وړ نه وي.