د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره نوې ستراتېژي عملي کېږي

له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله موسسې یا سیف دي چلنډرن د افغان ماشومنو د ملاتړ لپاره نوې ستراتیژۍ عملي کوي.

د دغې موسسې سرپرست وحید احمدزي نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې یادې موسسې د افغان بې وزلو ماشومانو د وضعیت د ښوالي لپاره یوه درې کلنه ستراتیژۍ ترتیب کړې ده.

ښاغلي احمدزي همدارنګه وویل له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله موسسه له تېرو ۳۵ کلونو راپه دېخوا د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي چې تراوسه یې له ۳،۴ میلیونو ماشومانو څخه په بېلابېلو برخو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ملاتړ اوهمکاري کړې ده.

له بل پلوه د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي که څه هم د افغان ماشومانو د ملاتړ په برخه کې نړیوال او کورني بنسټونه فعالیت کوي، خو اوس هم په هېواد کې درې میلیونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي.