اوکراین نن د چرنوبل د اټمي ناورين دېرشمه کليزه لمانځي

اوکراین نن د چرنوبل د اټمي ناورين دېرشمه کليزه لمانځي. دغه هېواد د نړۍ تر ټولو لویې ملکي اټمي پېښې د قربانيانو درناوي ته يو شمېر ياد غونډې جوړوي.

د پېښې د کليزې په ياد په اوکراین کې سهار وختي زنګونه ووهل شول.

له هغه راهيسې ۳۰ کاله وشول چې لومړۍ چاودنې د هغې ودانۍ چت والوزاوه چې په کې اټمي ري ايکټور پروت وو.

له چاودنې سره د راډيو اکټيف موادو لوخړه په هوا کې اوچته شوه چې د روسيې، بيلاروس او شمالي اروپا تر سرحدونو واوښتل.

په سلاوتيخ ښار کې د شپې له خوا ياد غونډې جوړې شوې. دا هغه ښار دی چې د چرنوبل له ناورين وروسته د بې ځايه شوېو کارکوونکو د اوسېدو لپاره جوړ شو.

د اوکراين ولسمشر پېترو پروشېنکو غواړي نن وروسته د اټمي بريښنا کوټ سره نږدې په مراسمو کې برخه واخلي.

چرنوبل ته نږدې د راډيو اکټيفتي کچه اوس هم ډېره لوړه ده.

د ۲۰۱۰میلادي کال راهيسې د وران شوي ري ايکټور شاوخوا کار روان دی چې دغه ځای بند شي او ويل کيږي چې په دغه ځای کې دوه سوه ټنه يورانیم اوس هم شته.

داسې بيره هم شته، که د ري ايکټور بله برخه ويجاړه شي، ښايي د راډیو اکټيف موادو يوه بله وريځ په هوا کې لوړه شي.