د ارمني پلوه نوګورنو قره باغ جلاغوښتونکو ځواکونو وياند وايي، نن دوه جلاغوښتونکي جنګيالي د اذربايجان له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د اذربايجان دفاع وزیر نن تاييد کړه چې په ۲۴ ساعتو کې ځواکونو يې د جلاغوښتونکو پر ځايونو تر سل ځله زياتې ډزې کړي دي.
خو په باکو کې دغه وزارت ادعا کړې چې د اذربايجاني ځواکونو له خوا ډزې د ارمني پلوه لوري د اوربند څخه د سرغړونو په عکس العمل کې شوي.
باکو دا هم ويلي چې ارمني پلوه ځواکونو پر ترتر ښار او ښا او خوا سیمو زیات توغندي اورولي دي.
د اپرېل په لومړيو کې، ناګورنو قره باغ د ۱۹۹۴میلادي کال د اوربند راهيسي تر ټولو زيات تاوتریخوالی ليدلی.
دغه اوربند په ۱۹۹۴میلادي کال کې د اذربايجان او ارمنستان په مرسته د جلا غوښتونکو تر منځ کړکېچ ودرواوه.
د اوربند نوې موافقه د اپرېل په پنځمه پلې شوه.
دواړه لوري پر يو بل د اپرېل د پنځمې له اوربنده د سرغړونې تور پوري کوي.