عزیز: د طالبانو پر ضد اقدام باید تر سلا مشورو وروسته وشي

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې له طالبانو سره د اسلام اباد تماسونه روان دي.

ولسمشر اشرف غني پرون د ملي شورا د دواړو جرګو په فوق العاده غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې افغان حکومت نورنو له پاکستان څخه دا غوښتنه نه کوي چې طالبان دې د سولې خبرو ته کېنوې بلکې ترې غواړي چې په وروستۍ څلوراړخیزه غونډه کې پر خپلې دې ژمنه عمل وکړي چې د جګړې د دوام د پلوي طالبانو پرضد به اقدام کوي.

سرتاج عزیز د ازادي راډیو له مشعل څانګې سره په ځانګړې مرکه کې د ولسمشر اشرف غني پرونۍ وینا ته د اشارې په ترڅ کې وویل، په پاکستان کې د مېشتو طالبانو پرضد هر راز اقدام باید له ټولو اړخونو سره تر سلامشورو وروسته وشي:

"موږ مخکې هم دا خبره روښانه کړې ده چې دا کار د سولې د خبرو له پیل مخکې نشو کولای، بیا د هغو کسانو پرضد اقدام کولای شو چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي او موږ دې ته ژمن یو، خو موږ باید لومړی د سولې د خبرو میز ته د هغو د راوستو هڅه وکړو، له دې پرته به د سولې بهیر بریالی نشي او دا هغه اقدام دی چې نه یوازي پا کستان، بلکې ټول اړخونه باید بحث او موافقه پرې وکړي، نو هره پریکړه به ډله ییزه وي او په ډله ییز ډول به عملي کېږي."

ښاغلي غني په خپله پرونۍ وینا کې خبرداری ورکړ چې که پاکستان د افغانستان په وړاندې د یو مسوول دولت په حیث عمل ونه کړي نو افغان حکومت به دې ته اړوځي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو ته مراجعه وکړي.