د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپا یووالي ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري او هڅه کوي چې په وړاندې یې خنډ جوړ کړي.
اوباما له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې چې نن خپره شوه په اروپا کې د کډوالو بحران د مثال په توګه یاد کړ ویې ویل، هغه فشار چې روسیه یې د اروپا پر سیاستونو راوړي، له هغې لارې چې روسیه افراطي ښي اړخې ملتپالنه هڅوي او هغه هلې ځلې چې د اروپا د یووالي د ماتولو لپاره کیږي ټول هغه موارد دي چې د ښاغلي پوتین په نوم یو کس یې ترسره کوي.
اوباما وویل، ده هڅه وکړه چې پوتین له دې نظره چې ګنې اروپايي ټولنه او ناټو د روسیې لپاره ګواښ دي واړوي، او زیاته یې کړه، دی فکر کوي چې پوتین تیروتلی دی او ده هغه ته ویلي چې له ځواکمنې او یو موټې اروپايي ټولنې سره د ځواکمنې روسیې ګډ کار غوره ده، خو د اوباما په وینا پوتین تر اوسه دا خبره نه ده منلې.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې اروپا ته د خپل سفر په پای کې وکړې.
بارک اوباما وویل، اروپا په داسې حال کې چې د کډوالو له بحران او د اسلامي دولت ډلې له ګواښونو سره مخامخ ده په یوه ټاکونکي شیبه کې ده او یووالي ته سخته اړتیا لري.