په کونړ کې د ګوزڼ د ناروغۍ دریېمه پېښه هم موندل شوې

په کونړ کې روغتیايي چارواکې وايي، په دې ولایت کې د فلج یا د ګوزڼ د ناروغۍ دریېمه پېښه هم موندل شوې ده.

د کونړ د عامې روغتیا سرپرست ریس ډاکټراحسان الله فضلي ازادي راډیو ته وویل، په تیرو څو ورځو کې دا د ګوزڼ د ناروغۍ دویمه پېښه ده چې په شلتن ولسوالۍ کې ثبتیږي.

شلتن د کونړ یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ده چې په کې میشتې وسله والې ډلې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو د واکسینو د ورکولو مخالفت کوي.

ډاکټر فضلي وايي، دوی ویره لري چې که په دې سیمه کې ماشومانو ته د ګوزڼ د واکېسونو د ورکولو اجازه ورنه کړل شي، د دې ناروغۍ پېښې به زیاتې شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې له هغو درې هېوادونو څخه دي چې لاهم په کې د ګوزن یا پولیو ناروغي پېښې لیدل کېږي.