د چک جمهوریت د افغان هوايي ځواک د روزنې په برخه کې همکاري زیاتوي

د چک صدراعظم بوسلاف سوبوتکا وايي، د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د پیلوټانو د روزنې په برخه کې به خپله همکاري زیاته کړي.

نوموړي چې د یو هییت په مشرۍ افغانستان ته تللې و پرون یې په کابل کې له افغان ولسمشراشرف غني او اجرایه ریس عبدالله عبدالله سره په جلا جلا توګه خبرې کړي دي.

بوسلاف سوبوتکا د افغان ولسمشرسره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د هغو پیلوټانو شمېربه له پنځوسو تنو څخه سلو ته پورته کړي چې د چک په جمهوریت کې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره روزل کېږي.

له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې سوبوتکا ویلي چې هېواد یې غواړي د چک او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت لپاره په مزارشریف کې قونسلګري پرانیزي.

له ارګه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې په دې لیدنه کې ولسمشرغني د چک له صدراعظمه وغوښتل، یو تخنیکې ټیم افغانستان ته واستوي څو د افغانستان د هوايي ځواک هلیکوپټرو په ترمیم کې ورسره مرسته وکړي.

د چک صدراعظم ژمنه کړې چې د دې هېواد د دفاع وزارت یو پلاوی به په نژدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره به د امنیتي مسالو او ګډو همکارېو په اړه وغږیږي.

د ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې افغان ولسمشر د چک د جمهوریت له صدراعظم څخه دا هم وغوښتل چې چکي سوداګر او پانګوال دې په افغانستان کې د سوداګرۍ، ښار جوړونکې او نورو زیربنايي برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

د چک صدراعظم په کابل کې د افغان حکومت له اجرایه ریس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي.

د اجرایه ریس د ویندوې دفتر وايي چې دواړو لورو په اقتصادي همکاریو، د سولې په خبرو اترو او د افغانستان په اړه د وارسا او بروکسل پر راتلونکو کنفرانسونو خپلو کې خبرې کړې دي.