"د سربیا پرمختګ ګوند پارلماني ټاکنو کې تاریخي بری ګټلی"

د سربیا صدراعظم الکساندر وچیچ اعلان وکړ چې مرکزي کین اړخي د سربیا د پرمختګ ګوند یې له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو کې تاریخي بریالیتوب ګټلی دی.

په دغه اعلان سره به دا هېواد له اروپایي ټولنې سره د یوځای کېدو پرلارې مخ ته ولاړشي.

وچیچ پرون د رایو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته خپلو پلویانو ته په بلګراد کې په یوه غونډه کې وویل چې سربیا به د اروپایي ټولنې پرلارې مخ ته لاړه شي او موږ به هڅه وکړه چې دغه بهیرنور هم ګړندی کړو.

هغه وویل دغه انتخابات چې له ټاکلې نېټې دوه کاله مخکې ترسره شول ورته اړتیا ځکه وه چې ده قوي ملاتړته اړتیالرله.

وچیچ وویل اوس یې ګوند د ۱۳۱ څوکیو پرځای په پارلمان کې له نیمایي زیاتې یعنې له ۲۵۰ زیاتې څوکۍ په لاس کې لري.

د سربیا صدراعظم دغه راز وویل چې بلګراد به له خپل متحد او د اوږدې مودې ملاتړې روسيې سره خپله دوستي وساتي.