د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې په یمن کې د القاعده وسله والو په وړاندې جګړه مخ ته وړي، وایي، د جنوب ختیځ ښار موقلا د بېرته نیولو لپاره د اوونۍ په پای کې د عملیاتو په ترڅ کې له اتو سوو زیات وسله وال وژل شوي دي.
د سعودي عربستان دولتي اس. پي. اې خبري اژانس د هغې خبرپاڼې په حواله چې پرون د ورځې ناوخته خپره شوې وایي چې ایتلاف دغه راز ویلي چې د موقلا له ښاره چې د حضرتموت ولایت مرکز دي وسله وال تښتېدلي او د یمن د ولسمشرعبد ربو منصورهادي ملاتړي ځواکونه ښارته ننوتي دي.
موقلا د ۲۰۱۵ میلادي کال د اپریل له میاشتې راهیسې د القاعده په کنټرول کې و.
د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د ځانګړو ځواکونو په ګډون ایتلافي ځواکونو پرموقلا د شنبې په ورځ تهاجمي عملیات پیل کړي دي.
په دغو عملیاتو کې د سعودي الوتکو هوایي بمباري کړې او ځمکنیو ځواکونو هم ښارمحاصره کړې و.