کونړ: په شلتن ولسوالۍ کې د پولیو نوې پیښه تایید شوې

د کونړ ولایت چارواکي په شلتن ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو د یوې نوې پیښې خبر ورکوي. له دې سره په کونړ کې د پولیو د تایید شویو پیښو شمېر څلورو ته ورسید.

د کونړ د روغتیا رییس احسان الله فضلي ازادي راډیو ته وویل چې دا نوې پېښه د ونډ په نوم د ډیورنډ پر کرښه په یوه پراته کلي کې موندل شوې.

ښاغلي فضلي زیاته کړه، دا د کونړ یوه ناامنه سیمه ده چې په تیرو څو کلونو کې د پولیو واکسین نه دی په کې شوی.

د فضلي په وینا د شلتن ولسوالۍ په ونډ کلي کې مخکې د پولیو یوه بله پېښه هم تایید شوې وه او یوه بله د سونو په نوم په یوه څنګلوري کلي کې لیدل شوې ده.

پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له ټولې نړۍ څخه د واکسین په وسیله تقریباً له منځه وړل شوې خو افغانستان د نړۍ له ګوتو په شمار هېوادونو څخه دی چې دا ناروغي لا هم په کې شته.