په ننګرهار کې د سلو پولیسو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د ننګرهار چارواکي د شهیدو سرتیرو له کورنیو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې د مرستې لپاره د نقدي مرستې خبر ورکوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي، د ولسمشر له ځانګړي حکم سره سم د کورنیو چارو د وزارت له بودجې څخه د سلو پولیسو له کورنیو سره د څه باندې شل میلیون افغانیو مرسته وشوه.

دا د سرحدي، سیمه يیزو او عامه نظم د هغو پولیسو کورنۍ دي چې له وسله والو مخالفینو سره په جګړو کې وژل شوي.

بیان زیاتوي چې دې کورنیو ته مخکې نومرې ورکړل شوې وې او اوس هرې کورنۍ ته د ودانۍ د جوړولو لپاره دوه سوه زره افغانۍ ورکړل شوې.

په بیان کې همدا راز د والي سلیم خان کندزي د هغې ژمنې یادونه شوې چې د شهیدانو پنځه سوه یتیمو ماشومانو ته به د یو شمېر خلکو په مالي مرسته په خصوصي تعلیمي ادارو کې د زده کړې زمینه برابروي.