د فاریاب یو شمېر اوسیدونکو او چارواکو پرون د کابل د سې شنبې ورځې د حملې او نورو تروریستي پېښو زخمیانو ته وینه ورکړه.
د فاریاب د روغتیا د ریاست چارواکي وايي، دا وینه د کابل د حملې او نورو تروریستي پیښو قربانیانو ته اهدا شوې.
د فاریاب د روغتیا رییس معروف ثمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا وینه د ولسمشر له امر سره سم مرکز ته استول کیږي، د کابل د هغې پیښې قربانیانو ته چې له درې سوو زیات کسان یې ټپیان کړل. که په مرکز کې وینې ته اړتیا وي هلته یې استوو کنه همدلته د فاریاب د وینې په بانک کې به یې وساتو."
په کابل کې د تیرې سې شنبې ورځې په خونړۍ حمله کې له څلور سوو زیات کسان مړه او ټپیان شول.
له دې مخکې په کابل او نورو ولایاتو کې هم خلکو د دې پېښې له ټپیانو سره د وینې مرسته کړه.