ولسمشرغني به د سولې او جګړې د راتلونکي په اړه وغږیږي

په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني نن په یوه مهمه وینا کې په افغانستان کې د سولې او جګړې د راتلونکې په اړه د خپل حکومت دریځ روښانه کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي ولسمشر غني به وسله والو طالبانو ته په ډاګه ووايي چې د سولې دروازې به د تل لپاره پرانیستې نه وي.

په کابل کې د تیرې سه شنبې ورځې له حملې وروسته د افغانستان حکومت وویل چې د جګړې ځواب به په جګړه ورکړي.

افغان چارواکو په ډاګه ویلي دي د کابل حمله په پاکستان کې تنظیم شوې وه او ځکه اجراییه رییس ډاکټرعبدالله د حملې په ورځ اسلام اباد ته خپل سفر فسخ کړ.

ښاغلی مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، د ملي شورا په ګډه غونډه کې به ولسمشر له نړیوالې ټولنې پر پاکستان د فشار زیاتولو غوښتنه هم وکړي.