جاهد: پولیس د اړیکو پر اساس په دندو ګمارل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس د وړتیا پراساس نه بلکې د اړیکو پر اساس په دندو ګمارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیرتاج محمد جاهد دغه څرګندونې نن د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې.

مشرانو جرګې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو امنیتي چارواکي د جرګې استجوابیه غونډې ته وربللي وو.

سناتورانو په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه له امنیتي مسولینو جدي پوښتنې درلودې خو د ملي امنیت د سرپرست په غوښتنه جلسه سري شوه او امنیتي مسولانو د بندو دروازو ترشاه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.