اوباما: لویدیځ دې په منځني ختیځ کې پر داعش فشار راولي

د امريکا ولسمشربارک اوباما لندن ته د خپل سفرپه پاى کې له لوېديځو هېوادونو وغوښتل چې په منځني ختيځ کې پر اسلامي دولت سختدريځې ډلې يا داعش فشار راولي.

اوباما نن په خبرو کې وويل، دى په دې باور دى چې د داعش تر ولکې لاندې سيمې کرار-کرار په تنګېدو دي او دا ډله د دوى له مهمو مرکزونو په عراق کې له موصُل او په سوريه کې له رقه ښارونو ايستل کېداى شي.

امريکا د هغه نړيوال ائتلاف مشري کوي چې په عراق او سوريه کې پر داعش ډلې بمبارۍ کوي.

اوباما وويل چې دا به د امريکا متحدوايالتونو، بريتانيا او بل لوېديځ هېواد تېروتنه وي، که له پليو ځواکونو په استفادې د سوريې ولسمشر بشارلاسد له واک څخه وپرځوي.

ده وويل، د دې پرځاى لوېديځ هېوادونه کولاى شي د ايران او روسيې په ګډون پر نورو اړخونو نړيوال فشار راولي چې په سوريه کې د سياسي انتقال له پيل سره مرسته وکړي.