شمالي کوریا له اوبتله د باليسټيک توغندي ازموينه کړې

شمالي کوريا وايي، د خپل رهبر کيم جونګ اون تر څارنې لاندې يې له اوبتل څخه د باليستيک توغندي ازموينه کړې ده.

د شمالي کوريا دولتي اژانس نن ليکلي چې دغه ازموينه يوه لويه بريا وه چې دغه هېواد ته د يوه ځواکمن اټومي بريد لپاره ډېر ارزښت لري.

د جنوبي کوريا پوځ وايي، ګاونډي هېواد يې شمالي کوريا پرون له خپل ختيځو سواحلو له يوه اوبتل څخه دغه توغندى وتوغاوه.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت يوه چارواکي وويل، دغه توغندى شا و خوا ٣٠ کيلومتره مزل وکړ.

د دې چارواکي په خبره د شمالي کوريا پوځ غوښتل معلومه کړي، ايا دغه ازموينه به د نامعلومو دلايلو له مخې له ناکامۍ سره مخامخ شي، که څنګه؟

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي وويل، په هغو راکټي ازموينو کې چې د باليستيک توغنديو له ټکنالوژۍ کار اخيستل کېږي، د امنيت شورا له پرېکړه ليکونو يوه څرګنده سرغړونه ده.

فرانسې پرون له اروپايي ټولنې وغوښتل که چېرې د شمالي کوريا د توغندي دغه ازموينه تاييد شي، پر دغه هېواد نور يواړخيز بنديزونه ولګوي.