په سوریه کې له اوربنده وروسته لږ تر لږه ۳۱کسان وژل شوي

په سوریه کې د څلور میاشتنې اوربند سره سره په دې هېواد کې په جګړه کې د ښکیلو خواو ترمنځ د شخړو په دوام کې د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د راپورونو له مخې حکومتي ځواکونو پلازمینې ته نژدې او په لوی ښار حلب کې د وسله والو مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمې بمبار کړي او مخالفینو هم په نورو سیمو باندې توغندي ویشتي دي.

لویديځ چارواکو او د سوریې د سولې د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو استازي خبرداری ورکړی چی د اوربند هغه تړون چې په تېره جنوري میاشت کې شوی، د بشپړ ماتېدو له خطر سره مخامخ دی.

په حلب ښار کې د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمې حکومتي الوتکو پرون پرله پسې دوهمه ورځ بمبار کړې.

فعالانو دا د اوربند له ټینګېدو راهیسې تر ټولو شدیدې حملې بللې دي.