روحاني: ایران ځکه دې ستایلو دی چې د داعش مخه یې نیولې

د ایران ولسمشر وایي، هېواد یې له دې پلوه د ستایلو وړ دی چې د اسلامي دولت ډلې مخه یې نیولې او دغه سخت دریځه ډله یې نه ده پریښې چې په بشپړه توګه پر سوریې او عراق ولکه ټینګه کړي.

حسن روحاني دا څرګندونې د شنبې په ورځ په تهران کې د چاپریال، دین او فرهنګ په نوم د ملګرو ملتونو په مرسته په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړې:

"که ایران نه وای، داعش یعنې د عراق او شام دولت به هم پر بغداد او هم پر دمشق بریالی شوی وای. نن ورځ به موږ له یوې تروریستي ډلګکۍ سره نه و مخامخ، زموږ سیمه او نړۍ به له دوو دولتونو یا دوو هېوادونو سره چې تروریستانو به اداره کول، مخامخ و."

د سوریې په کورنۍ جګړه کې ایران په کلکه د مرکزي حکومت او په عراق کې یې هم د شیعه ګانوترنفوذ لاندې حکومت ملاتړکړی دی.