بلوچ: په پاکستان کې به د ناراجستر شوو افغان کډوالو د ثبت پروسه پیل شي

د پاکستان د کډوالو د چارو وزیر وایي، تر یوې میاشتې به په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د ثبت پروسه پیل کړي چې تراوسه له دوی سره راجسټر نه دي.

عبدالقادر بلوچ دا خبره له خپل سیال د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر سید حسین عالمي بلخي سره له کتنې وروسته وکړه. هغه د افغانستان د دې ادعا په اړه چې په هغه هېواد کې افغان کډوال بې موجبه زورل کیږي وويل:

"کله چې دغه افغان کډوال چې نه دي راجسټر شوي، نومونه یې ثبت شي او د افغانستان اسناد ورکړل شي او موږ يې هم ریکارډ ولرو، له هغې وروسته که څوک په غیر موجه ډول ازار او زورل او نیول کیږي، باید هغه پای ته ورسول شي."

د پاکستان د کډوالو د وزیر په وینا تراوسه په دې هېواد کې یو نیم میلیون افغان کډوال له اسنادو پرته ژوند کوي.