ریال مادرید د ریووالکانو فوټبال ټیم سره نن لوبه کوي

د هسپانيا د فوټبال د غوره ليګ يا لاليګا په سياليو کې نن ريال مادريد د ريو واليکانو ټيم په وړاندې مسابقه کوي.

د ريال مادريد فوټبالران هيله لري چې په دې لوبه کې بريا ترلاسه کړي او تر اتلتيکو مادريد او بارسالونا مخکې شي او د جدول سر ته لار پيدا کړي.

خو بارسالونا هم نن د لاليګا جدول په سر کې د خپل مقام د ساتلو لپاره د سپورټينګ خيخون په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي او اتلتيکو مادريد بيا هيله لري په لاليګا کې اتلولي ترلاسه او مالاګا ته ماتې ورکړي.

بارسالونا د نهه اويا امتيازونو په لرلو سره د جدول په سر کې ځاى لري، اتلتيکو مادريد هغومره امتياز لري، خو د لږو ګولونو له کبله د جدول په دويم رديف کې دى او ريال مادريد بيا د اته اويا امتيازونو په لرلو سره د لاليګا جدول په درېيم کتار کې راغلى دى.