"پاکستان له افغانستان سره کړیو ژمنو کې پاتې راغلی"

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې پاکستان له افغانستان سره په کړیو ژمنو کې پاتې راغلی نور نو پرې باور نه شي کېدای.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان تل هغو کسانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې له افغان حکومت سره جګړه کوي:

"پاکستان هغه ژمنې چې له افغانستان سره یې کړې په هغو تعهداتو کې پاتې راغلی، طبعي خبره ده چې نور نو په هغه باور نه شي کېدای، پاکستان تل د افغان حکومت او ولس دښمنان په خپله خېټه کې ساتلي او ملاتړ یې کړې."

د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ وروسته له هغې بدل شو چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې خونړۍ حمله وشوه او افغان چارواکو یې پړه د پاکستان په استخباراتو واچوله.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت د پاکستان، چین او امریکا په ملګرتیا داسې هڅې پیل کړې وې چې طالبان د سولې خبرو ته کینوي، خو افغان حکومت وایي پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې کړې ژمنې عملي کړي نه دي.