د سوریې لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دې میستورا د سیمې او نړۍ د مشرانو د بېړنۍ غونډې غږ وکړ.
دې میسټورا دا غونډه په سوریه کې د کمزوري اوربند د ماتېدو د مخنیوي لپاره را بللې ده.
د ملګرو ملتونو دې لوړ رتبه ډیپلومات پرون جمعه وویل چې د سوریې د ملاتړ نړیواله ډله چې امریکا، روسیه، اروپايي اتحادیه، ایران، ترکیه اوعربي دولتونه په کې شامل دي، باید ډېر ژر سره وګوري ځکه سیاسي مذاکرې بندې شوې، اوربند د ماتېدوپه حال کې او د بشري مرستو رسولو بهیر له خند سره مخامخ دی.
په سوریه کې اوربند د فبرورۍ په پای کې اعلان شو خو په وروستیو اونیو کې جګړې یو وار بیا زور اخیستی دی.
رپوټونه وايي چې د حلب ښار پر هغو برخو چې د وسله والو یاغیانو په لاس کې دي په تازه هوايي حملو کې ۲۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر خلک زخمیان شوي دي.