پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د څېړنې کمېټې جوړېږي

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د څېړنې او حل لپاره د ځانګړو ایالتي کمېټو پر جوړولو موافقه وشوه.

د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر سید عالمي بلخي پرون جمعه له اسلام اباده ازادي راډیو ته وویل چې په دې کمېټو کې د افغان سفارت، د کډوالو، د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د ځانګړې کمېشنرۍ او پولیسو استازي غړیتوب لري.

سید حسین عالمي بلخي زیاته کړه:

"پرېکړه وشوه چې د پاکستان په هر ایالت کې به یوه کمېټه جوړېږي چې افغان کډوالو ته پېښې ستونزې وڅېړي او ژر تر ژره یې حل کړي څو هغوی ونه ځورېږي."

د ښاغلي بلخي په وینا، لږترلږه درې میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسي چې یونیم میلیون يې هلته د قانوني اقامت اسناد نه لري.

په پاکستان کې د دې کډوالو د ثبت بهیر روان دی.