سبا کابل کې د ساحلي فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیلېږي

د ساحلي فوټسال د غوره لیګ سیالي سبا په کابل کې پیلېږي.

د افغانستان فوټسال فدراسیون مشر روح الله رستګار نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالي د لسو ټيمونو ترمنځ په دو ګروپونو کې ترسره کېږي.

رستګار وايي تمه ده د امید، افغان کلپ، د چهاردهي ځوانان او همبستګي ټیمونه سبا په وروستیو لوبو کې د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.

ښاغلي رستګار وايي د دغو سیالیو څخه هدف د استعدادونه پېژندل،او د ساحلي فوټسال په برخه کې د وړتیا ښودل یاد کړل.

د رستګار د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ له درېیو اونیو راپدیخوا دوام لري او سبا پای ته رسېږي.