اسرائیل او روسیې پر پوځي همغږۍ خبرې وکړې

د اسرایلو صدراعظم پرون په مسکو کې د روسیې له ولسمشر سره د دواړوهېوادونو د پوځ تر منځ په هم غږۍ خبرې وکړې.

بینیامین نتنیاهو د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته وویل، اندېښنه لري چې په سوریه کې به پرمختللې وسلې په لبنان کې د حزب الله لاس ته ورشي.

حزب الله ډله او روسیه دواړه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم نژدې متحدان دي.

د اسرایلو صدراعظم په خپلو څرګندونو کې وویل که چیرې حزب الله له سوریې څخه داسې وسلې تر لاسه کړي، نو اسرائیل د جولان په لوړو کې د ترورزیم د یوې بلې جبهې د پرانیستو په اړه اندېښنه لري.

اسرائیلو د جولان لوړې د ۱۹۶۷ میلادي کال په جګړه کې له سوریې ونیولې او په ۱۹۸۱ میلادي کال کې یې له خپلې خاورې سره یو ځای کړې.

نتنیاهو په دې لیدنه کې ولسمشر پوتین ته وویل چې د جولان لوړې سره کرښه ده او باید د اسرائیلو د خاورې د یوې برخې په توګه پاتې شي.

نوموړي وویل د تېروتنو، سوء تفاهم او پېښو د مخنیوي لپاره په پوځي برخه کې هم غږۍ ته اړتیا ده.

اسرائیلو ځان د سوریې له شخړې لرې ساتلی، خو د دې هېواد صدراعظم تایید کړه چې هېواد یې هڅه کوي څو د لبنان حزب الله داسې وسلې ته لاس رسی ونه مومي چې د جګړې موازنه بدله کړي.