د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د پښتونخوا حکومت ورسره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو موافقه کړې ده.
عالمي بلخې چې له پاکستاني چارواکو سره د دېره افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره پاکستان ته تللی دی، د پنجشنبې په مازیګر یې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر پروېز خټک سره تر لیدو وروسته په افغان قونسلګرۍ کې د کډوالو یوې غونډې ته دغه څرګندونې وکړې.
خو د پاکستان د خیبر پښتونخوا د علی وزیر له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلي شوي چې دا کمېټه به یوازې د را جسټر شویو کډوالو چارې پرمخ وړي او حکومت به یې ژر د نارجسټر افغان کډوالو پر ضد اقدامات پیل کړي.
خو د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د پاکستان کورنیو چارو وزارت ورته ویلي چې د افغان کډوالو راجستر کولو بهیر به وغځوي.