بدخشان: د یمګان او وردوج د بېرته نیولو عملیات پيل شوي

د بدخشان ولایت چارواکي د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو په مقصد د عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بېدار ازادي راډیو ته وویل چې د وردوج ولسوالۍ او د څو څېرمه سیمو د بېرته نیولو عملیات له دوو ورځو راپه دې خوا پیل شوي.

د ښاغلي بېدار په وینا امنیتي ځواکونو د سیمې درې امنیتي پوستې نیولې دي:

"له څلورو خواوو څخه د امنیتي قواوو له خوا د ولسي پاڅون او سیمه ایزو پولیسو په ګډون په بشپړې همغږۍ سره پر وردوج جنګ شروع شوی دی او درې لویې پوستې د سیمه ییزو پولیس او ولسي پاڅون له خوا نیول شوي دي."

د بدخشان مرستیال والي همداراز وویل د هېواد هوايي ځواک پر ځینو سیمو بمباري هم کړې.

ګل محمد بېدار زیاته کړه، وروسته له دې چې وردوج او شاوخوا سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شي افغان ځواکونه به د یمګان ولسوالۍ پر لور پرمختګ وکړي.

وردوج او یمګان ولسوالۍ له تیرکال راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.