په پام کې ده چې په کابل کې د سې شنبې ورځې د خونړۍ حملې په مناسبت نن په هېواد کې دننه او په بهر کې د افغانستان په سیاسي نماینده ګیو کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.
د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې چې د جمهوري ریاست پر ویبپاڼه خپور شوی، همداراز نن او سبا به د هېواد په جوماتونو، تکیه خانو او د ملي امنیتي ځواکونو په قطعو او جزوتامونو کې د قرانکریم ختمونه کېږي.
د کابل په پل محمودخان سیمه کې د ملي امنیت پر یوه ریاست په ډله ییز او انتحاري برید کې کسان چې ډېری ملکيان وو، ووژل شول او نږدې درې نیم سوه نور ټپیان دي.
دا حمله په افغانستان کې دننه د عامو خلکو او د پاکستان په ګډون د نړۍ د حکومتونو او نړیوالو موسسو له خوا وغندل شوه.