لوکاشینکا: روسان دې بیلاروس ته د غلام په سترګه ونه ګوري

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا روسان مخاطب کړل چې د ده هېواد ته د غلام په سترګه ونه ګوري.

لوکاشینکا نن ملت او پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل، زه له روسانو په ځانګړي ډول د روسیې له مشرتانه غواړم چې په دې پوه شي چې موږ کله هم غلامان نه یوو.

لوکاشینکا زیاته کړه چې موږ بیل، خپلواک هیواد یوو چې د روسیې تر څنګ په یوه کور کې ژوند کوو، خو موږ خپل پارلمان لرو چې ستر نه دی، وړوکی دی خو خپل مو دی.

لوکاشینکا وویل، روسیه د بلاروس مخکښه ستراتیژیک متحد دی خو لویدیځ هم د ده هیواد ته مهم دی.