د پاکستان لوی درستیز ۱۱تنه پوځي افسران له دندو ګوښه کړي

د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف لږترلږه یوولس تنه پوځي افسران د اداري فساد په تورله دندو ګوښه کړې دي.

د پوځي سرچینو په وینا، په دغو افسرانو کې یو ډګرجنرال دی، یو تورن جنرال دی، پنځه لوا مشران دي او درې هم ډګروالان دي.

پوځي سرچینې وایي، دا کسان وروسته تر هغه برطرفه شول چې له یوه کال راهیسې په پوځ کې یوه څیړنه روانه وه.

تر اوسه په رسمي ډول د دې خبر تایید نه دی شوی.

له وظیفو څخه د یولسو پوځي افسرانو د لرې کیدو خبر، دوې ورځې وروسته تر دې خپور شو چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف وویل، له ترورزم سره جګړه تر هغو نه شي بریالۍ کیدای چې د اداري فساد جرړې نه وي ایستل شوي.