غورځنګ: چین د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې یو شمېر غوښتنې منلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، چین د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې د حکومت یو شمېر غوښتنې منلي دي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ وايي د امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې غوښتنې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر چین ته د خپل سفر پر مهال مطرح کړي چې چینې چارواکو منلي دي.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ په یوه دوه ورځني سفر چین ته ولاړ او غورځنګ وایي چې د هغه هیواد له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په بهیر هم خبرې کړي دي.

له دې وړاندې روسیې هم له افغان ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې مرسته کړې وه.