د خلیج د همکارۍ د شورا غونډه به په ریاض کې پرانیستل شي

ټاکل شوې ده چې د خلیج د همکارۍ د شورا غونډه نن په ریاض کې پرانیستل شي.

د سعودي عربستان، کویټ، قطر، عربي متحد اماراتو، بحرین او عمان چارواکي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر د دې غونډې په درشل کې تیره ورځ د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د عربي متحد اماراتو له ولیعهد شیخ محمد ال نهیان سره وکتل.

سپینه ماڼۍ وایي چې بارک اوباما د عربستان له پاچا سره د ایران او داعش د ګواښونو په ګډون د امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اوباما د عربي متحد اماراتو له ولیعهد سره موافقه وکړه چې د یمن شخړې باید له سیاسي لارې هوارې شي او دواړو ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د لیبیا د نوي حکومت ملاتړ وکړي.