د اروپایي ټولنې د احصاییې له مخې تېرکال اروپایي هېوادونو تر درې لکه دیرش زره ډیرو کډوالو ته پناه ورکړې ده او اروپایي ټولنې ته تر یو میلیون ډیر کسان د پناه اخیستلو لپاره ورغلي وو.
د اروپایي احصایې دفتر پرون وویل چې درې لکه درې دیرش زره درې سوه پنځوس کسانو ته تېر کال نړیوال مصونیت ورکړل شو چې دا شمېر تر وړم کال دوه اویا په سلو کې زیات دی.