مسعود: د طالبانو زنداني مشران دې اعدام شي

په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار وړاندیز کړی دی چې د طالبانو زنداني مشران دې اعدام شي.

احمد ضیا مسعود چې تېره ورځ په کابل کې د سې شنبې د ورځې د ترورستي برید په اړه خبرې کولې، وویل، موږ په زندانونو کې ترورستان لرو چې د مرګ په سزا محکوم شوي دي او ولسمشر باید اوس د دې کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړي.

په کابل کې د سې شنبې په ورځ په برید کې ۶۴ کسان ووژل شول او تر ۳۴۰ ډیر ټپیان شول.

احمد ضیا مسعود زیاته کړه چې د حکومت له دننه ښایي ځینو کسانو له طالبانو سره مرسته کړې وي چې د کابل دننه یې داسې ستره حمله وکړه.

د ولسمشرمرستیال ویاند دواخان مینه پال پرون ازادي راډیو ته وویل، هر هغه چا چې په امنیتي برخه کې غفلت کړی وي یا چا له برید کوونکو سره مرسته کړې وي هغوی ته به سخته سزار ورکړل شي.