ټاکل شوې ده چې نن په کویټ کې د ملګروملتونو په منځګړیتوب د یمن د سولې خبرې پیل شي.
د سولې د دغو خبرو هدف د سعودي ملاتړي د یمن د حکومت او د ایران ملاتړو حوثي شیعه یاغیانو ترمنځ د کړکیچ پای ته رسول دي.
دغه خبرې چې ټاکل شوې وه د اپریل په اتلسمه نېټه ترسره شي وروسته له هغې نن ته وځنډیدې چې په کویټ کې د حوثي ملیشې پلاوی ښکاره نه شو.
دغه خبرې وروسته له هغې ترسره کیږي چې د اپریل په لسمه د ښکیلو خوا ترمنځ اوربند نافذ ناشو خو له هغې وروسته دواړه لوري یو بل له اوربنده په سرغړونه تورنوي.
سعودي عربستان او د خلیج متحدینو یې د تېر۲۰۱۵ کال په مارچ کې وروسته له هغې هوایي بریدونه پیل کړل چې یاغي ملیشو د هېواد په جنوب کې د حکومت د وروستي پیاوړي مرکز پر لوري پرمختګ وکړ.
ملګري ملتونه وایي چې د یمن په جګړو کې له ۶۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او نژدې ۲،۸ ملیون وګړي هم خپلو کورونو پریښودو ته اړکړای شوي دي.