د کابل چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ تنو ته رسېدلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په کابل ښار کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ تنو ته رسېدلی.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې په دې پېښه کې ۳۴۷ نور ټپیان شوي دي:

"په ډېرې خواشینۍ سره چې د طالبانو د تېرې ورځې په تروریستي حملې کې زموږ ۴۶ هېواد وال وژل شوي چې اکثریت یې ملکي وګړي دي،او ۴۴۷ نور ټپیان شوي دي."

دا حمله چې مسوولیت یې وسله والو طالبانو منلی د بېلابېلو کورنیو او بهرنو ادارو لخوا په سختو ټکو غندل شوې ده.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ ویلي په کابل کې پرونۍ خونړۍ حملې د ملکي خلکو د مصئونیت لپاره د طالبانو د تعهد نشتوالی ثابت کړ.