ولسمشر بارک اوباما سعودي عربستان ته روان شو

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما سعودي عربستان ته روان شو.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او د هغه د متحد رياض ترمنځ اړيکې ترينګلي شوې دي.

اوباما به نن د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته له رسېدو سره سم له شاه سلمان سره خبرې وکړي.

سبا به ولسمشر اوباما د بحرين، کويت، عمان، قطر، متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان په ګډون د خليج د همکارۍ شورا له رهبرانو سره وګوري.

له ده سره به د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر او د بهرنيو چارو وزير جان کري ملګري وي.

اوباما هيله لري چې خبرې به يې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې پر مبارزې، په سوريه او يمن کې د شخړو د پای ته رسولو پر هڅو متمرکزې وي.

خو د خليج شاهي هېوادونه چې سنيان په کې اکثريت دي، له ايرانه چې اکثريت په کې شيعه ګان دي، روان کال د نړيوالو بنديزونو پر ليرې کېدو اندېښمن دي.