د ناټو سفیران بروکسل کې له روسي سیال سره خبرې پیلوي

د ناټو سفيران نن په بروکسل کې له خپل روسي سيال سره خبرې بيا پيلوي.

دوى په دې توګه د مذاکرو هغه دوه کلن ځنډ پای ته رسوي چې له روسيې سره د اوکراين د کريميا سيمې تر يو ځاى کېدو وروسته راغلى و.

د ناټو سرمنشي ينس سټول-ټنبرګ رويټرز اژانس ته وويل،د ناټو او روسيې د شورا د دې غونډې هدف، د اوکراين او نورو مسايلو په باب د نظرونو تبادله ده:

"هغه حقيقت چې د ناټو-روسيې په شورا کې ورباندې بحث کېږي، دا معنى نه لري چې موږ په عادي ډول بېرته خپلو چارو ته ستانه شوي يو، په ٢٠١٤میلادي کال کې موږ د عملي همکارۍ د ځنډولو پرېکړه وکړه، له سړې جګړې وروسته موږ خپل ډله ييزه دفاع نور هم غښتلې کړه، موږ پرېکړه وکړه د سياسي ديالوګ چانس ولرو، د ناټو او روسيې شورا اوس له روسيې سره د سياسي ډيالوګ زمينه برابروي"

په همدې حال کې د کرملين وياند ډميتري پيسکوف خبردارى ورکړ چې د ناټو او روسيې ترمنځ "ېباوري" به نتيجه ستونزمنه کړي.

ناټو د ٢٠١٤ میلادي کال په اپرېل مياشت کې د روسيې له خوا د اوکراين د کريميا سيمې تر تصرف وروسته له مسکو سره ټولې عملي همکارۍ وځنډول شوې.

تر هغې وروسته د ناټو او روسيې د شورا يوه غونډه د ٢٠١٤میلادي کال په جون مياشت کې وشوه.