د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایي چې اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر ترکي شرکتونه فعالیت کوي.
د دغو خونو د بهرنیو اړیکو مسؤل هاشم رسولي ازادي راډیوته وویل چې، دغه شرکتونه تر ډېره په ساختماني، تولیدي، خوراکی او داسې نورو برو کې فعالیت کوي.
د ښاغلي رسولي په خبره، په دې ورستیو کې د نندارتونونو جوړول او د ترکي سوداګرو رسره پرله پسې ناستې د دې سبب شوي چې ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کوي.