د افغانستان د مدني ټولنو غړي له ایران حکومت څخه غواړي چې د شپږ کلنې ستایش قریشي د ظالمانه وژنې عاملین مجازات کړي.
د "روند اندیشه نو" په نوم د مدني ټولنې دغه غړي چې نن په کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شوي وو له حکومت او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سازمان څخه یې وغوښتل چې د دې افغانې نجلۍ قاتل په اعدام محکوم او دا قضیه په جدي ډول وڅاري.
پر شپږ کلنې ستایش د حمل په ۲۲ مه په ایران کې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له خوا جنسي تېری شوی او وروسته په ډېره بې رحمانه ډول وژل شوې ده.
خو تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ازادي راډیو ته ویلي چې په تهران کې یې خپل سفارت ته دنده سپارلې چې له ایراني چارواکو سره دغه موضوع تعقیب کړي.