په اکوادور کې د ژغورنې ډلې په هغو ۲۰۰ کسانو پسې لټه کوي چې د وروستۍ زلزلې له امله لادرکه شوي دي.
په اکوادو کې د سې شنبې د ورځې زلزلې چې پنځه عشاریه اته درجې وه، لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژلي دي.
دکولمبیا، مکسیکو، ال سلواډور، هسپانيې اود نورو هېوادونو سلګونه ژغورونکې د اکواډور زلزله ځپلې سیمو ته رسېدلې او د ورانو یجاړو ودانیو لاندې د لادرکه او یا ژوندي پاتې کسانو د راویستلو په چاره کې مرسته کوي.